دسوريې لپاره دبشري حقونو سازمان ویلي، دسوریې په جګړه کي چي روانه میاشت به په څلورم کال کي داخله شي، تر۱ لک ۴۶ زرو ډير کسان وژل شوي.
ددغه سازمان په خبره چي په لندن کي یې مرکز دی، دټولو وژل شویو دریمه برخه ولسي وګړي دي، چي ډيری يې دبشارالاسد درژيم دهوايي بریدونو او بمباري په پايله کي وژل شوي.
دسوريې دجګړې په اړه په دغه نوي راپور کي ویل شوي، په وژل شویو کسانو کي شاوخوا ۶۳ زره دبشارالاسد درژيم مخالفین وژل شوي او تر ۵۶ زرو ډير دبشارالاسد پوځیان وژل شوي، همداراز په سلګونو دبشارالاسد په پلوي جنګېدونکي دنورو هيوادونو جنګیالي وژل شوي.
خو دبشري حقونو دغه سازمان خبرداری ورکړی، چي دوژل شویو کسانو اصلي شمېره تردې ډيره ده، دسازمان په خبره یو لوری هم دخپلو وژل شویو کسانو دقيقه شمېره نه څرګندوي.
افغانستان